ځانگړي مطالب | 09.10.2008
په کندهار کې يو بل سرک ډمبريږي
دكندهار ښار په زړه عيدګاه دروازې څخه بيا دلوی ويالې د بريښنا كوټ ترپله پوري دغزيدلي سړك د ډمبرولوكار په چټكۍ سره پرمخ روان دی.
د دغه سړك كارچي دوې مياشتي د مخه پيل سوی و او وروسته يې كار د نامعلومو دلايلو له مخه په ټپه درېدلی و اوس يوار بيا ورباندي شروع سو.
په کندهار ښارکي دا لومړی ځل نه دی چي دغه ډول پروژې د نامعلومو دلايو له مخه ځنډول کيږي، بلکي د ښار د زړه د يو بل کنج دريمي او څلورمي ناحيو سړکان چي د څلور کالو راپه دې خوا و ډمبر کولو ته تيار دي ولي تر اوسه هم پر هغو باندي کار نه دی پيل سوی.
د ځايي اوسيدونکو په خبره ددې سړکانو لپاره يوار د ګل آغا شيرزي او دوه واري نور د بهرنيو موسيسو لخوا پيسې ورکړل سوي ولي بيرته يې د جوړولو کار درول سوی او کرارداديان وايي چي دولت پيسې نه ورکوي، تير کال يورا د کندهار نوي ښار وال ددې هڅه وکړه چي پر دغو پروژو باندي کار پيل کړي چي تر يو ځايه پوري کار هم پر وسو ولي بيا هم لکه څنګه چي ويل کيږي د غه پروژې او په دې ناحيو کي اوسيدونکي خلګ د اداري فساد او رشوت چي د کندهار په اداره کي حاکم دی قرباني سول.
د بريښنا کوټ پرسړك باندي دسايټ انجنيراسدالله په ويناچي دادی اوس يوځل بياپريادسوي سړك كارشروع سو او ډير ژر به ګټي اخيستني ته وړاندي سي. انجنيراسدالله دسړك اوږدوالۍ نه سووپنځه څلويښت متره بولي او د څورلس متروپه اندازه سره بروالى لري چي 260000 امريكايي ډالروپه لګښت دكليوپراختيا رياست اوښاروالۍ په ګډه همكاري سره په اساسي توګه رغول كيږى.
ددې سړک په جوړيدو سره هټى وال هم خوښي ښكاره كوي ځكه چي د دوی په خبره د دوړو له وجهي مو نسوای كولاى خپله دكانداري وكړو اوخپل روزمره ژوند په صيح توګه پرمخ بوزو.
همدارنګه دسيمى اوسيدونكي هم له دغه كاره خوښي ښكاره كوي ددوی په وينااوس موناروغ پروخت روغتون ته رسيدلاى سي اوله بلې خوا په ښار او نورو جادوکي دټرافيك ازدحام هم كميږي.
مګريوتن بل ښاري بياپردولت ږغ كوي چي ترهرڅه مخكي اړونده چارواكي بايد د لارو په جوړولوكښي تر ډيره لاس پكارسي ځكه چي دده په وينا پرسړكانو دكارونوځنډ لارويان اوښاريانوته ډيري ستونزي جوړوي.
ديادوني وړده چي دولت بيا ډيركله دا ډول ستونزي پر وخت باندي دبودجې نه رسيدل اوياهم دنوموړي قراردادي دبې كيفيته كارلامل بولي.

















