1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

افغانستان | 09.03.2010

ګيتس په کندهارکي د طالبانو پر ضد د نووعملياتوڅخه خبري وکړې

 

د امريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزير رابرت ګيتس نن سه شنبه کندهار ته ولاړی، اوهلته يې د کندهار په هوايي ډګر کي د طالبانو پر ضد د عملياتود نوو پلانونو په باب د امريکايي قومندانانو سره خبري وکړې

 

ده وويل چه امريکايي قواوي په کندهارکي په يوه داسي سيمه کښي ځای پر ځای دی ، چه د اوسنيوعملياتو پر وخت يې اهميت نور هم ډيريږي .  

 

ګيتس چه ددې دمخه په کابل کي ؤ، نن د کندهار په نظامي هوايي ميدان کښي د ناټو د قواوو د نووعملياتي پلانو څخه خبري وکړې ، چه د  هلمند تر مارجې وروسته به د طالبانو په پخواني مرکز کندهارکي ډير پراخ عمليات تر سره سي .

 

پرون ګيتس په کابل کي د جمهوررييس کرزي او په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو دعمومي قوماندان جنرال ستنلي ميک کريستل سره هم وکتل  ، او د هغو سره يې په راتلونکي دوبي کي د طالبانو پر ضد د نوو پوځي عملياتو او خاصتأ کندهار کي خبري وکړې .

 

آژانسونه/

کتونکی : محمد قاسم نوري

 

 
 

موږته بريښنا ليک راولېږي »لېږل »چاپ »

د موضوع په اړه نور معلومات

 
Artikel bookmarken


 

DW-TV EUROPE live

Journal

We're sorry, due to legal issues this content can not be transmitted as live stream.

If you are inside the United States, it is still possible for you to enjoy DW-TV. For more information, please click here.

  • دويچه ويلي آلمان ږغ راډ يو د بهرني ويبسايټونو د محتوا مسوليت نه لري.