1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

د ورځې موضوع | 12.02.2010

په 2009کال کې 110 ژورنالستان وژل سويدي

 

په ويانا کښي د مطبوعاتواو رسنيو بين امللي انستيتوت پرون خبر ورکی، چه تير کال د خپلي مسلکي وظيفې د تر سره کولو پر مهال دومره ژورنالستان وژل سويدي ، چه په بل هيڅ کال کښي په دې اندازه نه وه

 

د وژل سوو ژورنالستانو  تعداد  په 2009 کال کښي  110 تنو ته ورسيدی .

 

دغو ژورنالستانو کوښښ کاوه چې واقعيتونه  روښانه او معلوم کي ، خو ددغو واقعيتونو په  معلومولو سره يې خپل ژوند د لاسه ورکی  . واسع احمد قريشي دپاکستان د اخبار خرڅولو په يوه دوکان کې ولاړ  ؤ ،چه  وويشتل سو  . قريشي دوې ګولی پر سينه وه خوړې ، او روغتون ته د وړلو پر وخت يې په لار ژورنالستانو ساه ورکړه ، او په حق ورسيدی . خو تر اوسه پوري ددغه ژورنالست  د وژل کيدو دليل ندی معلوم   .

سربيره پردې د مکسيکو داکپريسونيس دي  تولوم  د ورځپاڼي مشر لوپيز  ته خبرداري  ورکول سوی ؤ ، چه دورځپاڼي د چاپ مرکز  به يې سوځل کيږي او ته به هم ژوندی نه پاته کيږي .

دغي ورځپاڼي هميشه دلوړ رتبه دولتي مامورينود رشوت اخيستلو په اړه رپوټونه  خپاره کول  . يوه ورځ پر موټر سايکل سپاره يو چا دده په موټر حمله وکړه ،او دی پکښي د مينځه ولاړی .

 

د 110 ژورنالستانو څخه دغه دوه مثالونه فقط يوه نمونه ده ، خو اکثره نور يې هم په همدې ډول وژل سوي دي .   

په ويانا کښي د مطبوعاتواو رسنيو بين امللي انستيتوت دغه پيښي راټولي کړي ، او پدې  هکله يې کره پلټنه کړيده . دغه  انستيتوت  د کال  1051 ميلادي څخه راپديخوا د ژورنالستانو او د مطبوعو د خاوندانو د وژلو او زور زياتي په هکله پلټني کوي . ددغه انستيتوت يوه غړي نا اومي هونټ  دوژل سوو ژورنالستانو د لست په هکله داسي وايې ،

 

«زما په  فکر چې نړۍ د ژورنالستانو دپاره  خطرناکه سويده ، او په خاص ډول په هغو ځايوکښي چې  هلته کړکيچونه ډير وي .

د ژورنالستانو د وژلو دپاره خطرناکه هيوادونه  يوازي عراق او افغانستان ندي ، بلکه فلپين ،  مکسيکو ، سوماليه ، پاکستان ، کولمبيا ،  روسيه ، او هندوراس هم دي  .

په تيرو نژدې وختو کښي په مکسيکو کښي  11 ، په سوماليه کې 11  ،  پاکستان کې  8 ، کولمبيا کې  6، او په روسيه  او هندوراس کښي  6 ، ش6  ژورنالستان وژل سويدي  .

 ددغو ژورنالستانو په قاتلينو پسي ډير لږ  تعقيب  تر سره سوی دی  . پدي هکله د مطبوعاتواو رسنيو د بين امللي  انستيتوت غړی هونت  داسي وايې  ،

«په مکسيکو کښي حتی د قاتل د پيژندو  يوڅرګند ليک د مړي د جسد سره پروت ؤ ،  او دا په حقيقت کې په بين امللي سطح  ټولو ژورنالستانو ته يو اخطار ؤ، »

خو پوښتنه داده چه  ژورنالستانو څه غلطي کړيده ، چې په داسي حالتونو کښي د مرګ په څپو کښي لاهو کيږي  ؟

 

ولفګنګ/ ګرديوال

کتونکی : محمد قاسم نوري

 

 
 

موږته بريښنا ليک راولېږي »لېږل »چاپ »

د موضوع په اړه نور معلومات

 
Artikel bookmarken


 

DW-TV EUROPE live

Journal

We're sorry, due to legal issues this content can not be transmitted as live stream.

If you are inside the United States, it is still possible for you to enjoy DW-TV. For more information, please click here.

  • دويچه ويلي آلمان ږغ راډ يو د بهرني ويبسايټونو د محتوا مسوليت نه لري.